IQNA

له نمې زيات امريكانيان، له اسلامه بې خبره دی

9:25 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762529
نړيواله ډله: په امريكې كې د يو لټون په پايلې كې دا خبره څرګنده شوه چې د دې هيواد له نمې زيات ښاريان د اسلام په هكله معلومات نلری
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له " اسلام آن لائن" یې نقلوی چې د واشنګټن پوسټ ورځ پاڼې د يو تازه رپورټ له مخې د امريكې 55 فی صده خلقو دا خبره منلی ده چې هغو د اسلام تعليماتو په هكله څه معلومات نلری يا ډير كم دی
دې راپور پر اساس د امريكې 58 فی صده خلقو اسلام يو د سولې او امن دين ګاڼلې دی او 48 فی صده خلقو د اسلام په هكله ښه نظر وړاندې كړې دی او 29 فی صده خلقو اسلام دين د نورو دينونو په خلاف د سختې نظری لرونكې دين بللې دی
دا راپور په داسې وخت كې خپور شوې دی چې د امريكې د خلقو يو لوې شمير د اسلامی نړۍ سره د ښو اړيكو لرلو غوښتنه كړې ده او په دې هكله د امريكې ولسمشر ښاغلی " باراك حسين اوباما" د پروګرامونو حمايت اعلان يی كړې دی
اوباما د مسلمانانو سره د دوستۍ خبره كوی او بله ورځ په تركېې كې په يو سيمينار كې په دې موضوع تقرير هم كړې دی
يادونه كوو چې امريكې ولسمشر اوباما په چيكو سلواكیې د امريكې او يورپ په يو ګډ اجلاس كې له ګډون كونكيو غوښتنه كړې وه چې هغو د اسلامی هيواد تركې په يورپې اتحاد كې د شامليدو حمايت وكړی.
384599
captcha