IQNA

ايران د مصر الازهر ته د شيعه ؤ كتابونه ډالۍ كړل

9:14 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762534
نړيواله ډله: د ايرانی متفكرانو او پوهاندو 32 كتابونه د الازهر پوهنتون په اسلامی مركز كې ساتنې لپاره د دې مركز شيخ ښاغلی «محمد سيد طنطاوی» ته ډالۍ شول.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د «المصريون»، ويب پاڼې څخه په نقل سره، محمد سيد طنطاوی له الازهر اسلامی مركز مشرانو غوښتنه وكړه چې په اسلامی مركز كې د دې كتابونو ساتنې لپاره دا كتابونه وجاجوی.
دا كتابونه چې ډير پكښې د اسلامی مذهبونو د برابری تر عنوان لاندې دی چې د اسلامی مذهبونو د نږديوالی نړيوالې غونډې ستر سكتر ښاغلی آيت‌الله «محمد علی تسخيری» په لاس تاليف شوی دی چې پكښې ځينې دا دی. «مكانة المراة» (جايگاه زن) او مجله «رسالة التقريب» چې دې غونډې سره تړلی دی.
الازهر له زرو كلونو زيات پخوانی مركز او د مصر لرغونی جومات او د سنيانو له ټولو لوی پوهنتون دی.
385203
captcha