IQNA

بنګلاديش كې " د قرآن ژبې" انسټیټيوټ جوړ شو

9:19 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762535
نړيواله ډله: د بنګلاديش د اسلامی بينك په ډهاكه كې د "زبان قرآن" نومې انسټیټيوټ جوړ كړ
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له " Nation . ittigaq" یې نقلوی د بنګلاديش د اسلامی بينك پخوانی منيجر ښاغلی " عبدل حنان" ويلی دی چې د دې انسټیټيوټ د جوړولو مقصد دا دی چې خلق د قران پاك ژبې سره له زياته اشنايی پيدا كړی، چې په دې ذريعه هغود قران پاك په مفهومونو او معانو پوهـ شی
هغه زياته كړه: چې اكثر دينې كتابونه په عربی ژبه كې دی نو چې څومره زيات مسلمانانو د قران پاك ژبې يانی عربی زده كړی او ورسره اشنا شی نو د دې كتابونو د مطالعې كول او په هغه پوهيدل به ورته ډير اسان شی
د اسلامی بينك پخوانی منيجر ښاغلی " عبدل حنان" وويل: چې په ولس كې د اخلاقی او مذهبې انحطاط وجه د اسلامی تعليماتو څخه لری كيدل دی، نو زمونږ دې انسټیټيوټ كوښښ به دا وی چې زيات نه زيات د ځوانانو اخلاقی تربيت او روزنې وشی.
384231
captcha