IQNA

د اټلی مسلمانان په زلزلې كښې د ځپل شوو كسانو د مرسته لپاره وړاندې كیږی

9:28 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762549
نړيواله ډله: د اټلی مسلمانان د ابروتزو په سيمه كښې په لايكو ښار كښې د خپلو مسلمانانو وطنوالو د مرستې لپاره وړاندې كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Islam Online»اطلاع رسوونكی مركز یې نقولوی د دې سيمې د اسلامی انجمن مشر مصطفی بسطامی وويل: مونږ خبر شوی يو چې په روښتونونو كښې د وينې سخت ضرورت دی له همدې سببه مو د دې سيمې له مسلمانانو وغوښتل چې د ژوبل شويو د مرستې لپاره دې چمتو شی.

هغه زياته كړه: ډېره مسلمانان تر اوسه پورې د ژوندی كسانو په لټه كی دی.

هغه وړاندې وويل: د هغه اختلالاتو په سبب چې په اطلاع رسوونكی سسټم كښې راغلی دی تر اوسه د مسلمانانو ژوبل شويو او مړيو شمير معلوم نه دی.

په ایټلی كښې د وری د مياشتې په 16 نیټه د ورځې په لومړيو وختونو كښې 6/3 ريشټره زلزله راغلې وه چې پكښې 200 كسانو مړه، 1500 كسان ژوبل او 34 كسان بې دركه شوی دی.
384853
captcha