IQNA

ايسسكو "په امريكايی متونو كښې د پيغمبر(ص) د ژوند ليك" سمينار كښې ګډون كوی.

9:17 - April 10, 2009
د خبر لمبر: 1762550
نړيواله ډله: د ايسسكو د اسلامی كلتور او علمونو د ښوونې مركز به د وری د مياشتې په 25 تر 27 نیټه د مركش په فاس ښار كښې "په امريكايی متونو كښې د پيغمبر(ص) د ژوند ليك" سمينار كښې ګډون كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له ISESCO یې نقلوی، دا سمينار د «سيد محمد بن عبدالله» د پوهنتون د ادبياتو او انسانی علمونو د پوهنځی او د مراكش د اوقافو او د مذهبی چارو د وزارت په مرسته او همدارنګ د ايسسكو په حمايت ترسره كیږی.

د مراكش، عربستان، امارات متحده عربی، عمان، مصر، الجزاير، مليشيا او امريكې پوهان به په دې سمينار كښې ګډون كوی او د پيغمبر(ص) د ژوند او تاريخ په هكله به خبرې كوی.

همدارنګ به دوی د امريكې په تحقيقاتی مركزونو، رسندويو، ادبی او مذهبی ليكونو كښې د پيغمبر(ص) د شخصيت په هكله څیړنه كوی.

د ايسسكو د اړيكو او كلتوری ښوونو د پروګرامونو كاپور «محمد بن صلاح» به د دې مركز د استازی په توګه په مراكش كښې حاضریږی.
384812
captcha