د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له الشرق ورځپاڼې یې نقلوی، دا مقابلې به د قطر د غير حكومتی مدرسو «الاندلس» د نظر لاندې د ښځو او سړو په ګډون سره د بيلا بيلو عمرونو په ډلو كښې ترسره كیږی.
د دې دورې د مقابلو ناظر «سالم البكری» په دې هكله وويل: د دې مقابلې حديثونه له «عمدة الأحكام فی كلام خير الأنام» كتابه چې د اسلامی نړۍ د مشهور عالم «عبدالغنی المقدسی» په لاس ليكلی شوی دی اخستې شوی دی او د دې كتاب لږه برخه (لنډيز) د ليوالو لپاره بيل چاپ شوی دی.
هغه زياته كړه: دا كتاب د بيلا بيلو مدرسو زده كوونكيو ته او همدارنګ د اوقافو وزارت سره تړلی د حفظ قران مركزونو ته وركړی شوی دی.
384854