IQNA

اعتدال او انصاف، د مسلمانو د ژوند لپاره لكه د روح دی

10:01 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762557
د تفكر او علم ډله: د قران په نظر كښې او د پرمختللې ټولنې په نظر كښې اسلامی امت، يو معتدل او انصاف لرونكی امت دی او په هر كار كښې د عقل او شرعې حكم ته په پام بايد د اعتدال او انصاف پاملرنه وشی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د خبريال په ګزارش، اعتدال او انصاف په اسلام چې يو ارزښتمن حقيقت دی په نړۍ كښې اعتدال او انصاف سره د اسلام څيره څرګندوی.

انصاف او عدل په اسلام كښې يو انسانی مفهوم دی او د مخپرتګ لپاره په ټولو اسمانی دينونو كښې په هغې ټينګار شوی دی. او اسلام د اخرنی اسمانی دين په هكله په هغې ډېر تاكيد كړی دی او له مسلمانو یې غوښتی دی چې له افراط او تفريطه ډډه وكړی او بې شكه چې ميانه روی او د مينځ لار انصاف او عدالت ته د رسيدو يو ډېر لوی عامل او سبب دی.

قران كريم په دې هكله فرمايی: «وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ یُسْرِفُوا وَلَمْ یَقْتُرُوا وَكَانَ بَیْنَ ذَلِكَ قَوَامًا، هغه كسان چې د خرچ په وخت نه اسراف كوی او نه بخل بلكه د دې دواړو ترمينځ د اعتدال او ميانه روۍ لاره خپله وی.

كوم كس چې اعتدال نه لری د هغه كړه وړه به سم نه وی او د فساد په لور به ځی او غير معتدل كارونه به یې د فساد سبب كیږی.
384921
captcha