IQNA

اوباما د تركيی، دينی عالمانوسره ليدنه وكړه

10:05 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762841
سياسی او ټولنيزه ډله: د ميلادی كال 2009ء د اپريل د مياشتې په 8 نیټه د امريكې ولسمشر ښاغلی باراك اوباما د تركیې په اسنبول ښار كې د مسلمانانو، عيسايانو او يهوديانو دنيی عالمانو سره كتنه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د له خبری اژانس "اخبار العالم" یې نقلوی چې د امريكې ولسمشر ښاغلی باراك حسين اوباما د امريكې پخوانی ولسمشر ښاغلی جارج ډبليو بش د حكومت په وخت كې د مسلمانانو او امريكې تر مينځ پيدا شوی اختلافاتو او كينو كمولو لپاره د مسلمانانو عيسايانو او يهوديانو د دينې او مذهبې لارښودانو سره بيله بيله كتنه وكړه.
د امريكې ولسمشر ښاغلی اوباما په تركی كې د دې هيواد د مذهبی او تاريخې ځايونو هم ليدنه وكړه
همدا رنګ د امريكې صدر د تركی د ښوونځې د زده كونكيو ته په وينا كې اسلامی نړۍ سره د خبرو كول یې يوه ضروری چاره وګاڼه او وېويل: چې دې خبرو سره به ټول اختلافات او بګړتياوې ختمې شی د امريكې ولسمشر وويل چې امريكې حكومتونو هم د نورو هيوادونو په شان غلطۍ كړی دی.
هغه څرګنده كړه: چې روښانه او سپين راتلونكی لپاره اسلامی نړۍ سره خبرې اترې او ورسره ملګرتيا كول ضروری دی.
385143
captcha