IQNA

اوباما: زه د لويدیځ او اسلامی نړۍ تر مينځ د تعلقاتو د ښوالی هيله لرم

10:08 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762843
سياسی او ټولنيزه ډله: د امريكې ولسمشر بارك اوباما د تركيی په روانې دورې كې د دې ارادی او عزم څرګندونه كړې ده چې د لويدیځ او اسلامی نړۍ د نوی نسل تر مينځ په تعلقاتو كې به ښوالې راشی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس " ترند" یې نقلوی د ميلادی كال 2009 په د اپريل په 8 نیټه په تركی كې د امريكې ولسمشر باراك اوباما د تركی محصلينو يو غونډې ته په وينا كې وويل: چې اسلامی نړۍ سره خبرې اترې كول ضروری او لازمی دی.
اوباما زياته كړه: چې اختلافاتو حل لاره خبرې او مذاكرې كول دی او جنګ سره اختلافات كمیږی نه بلكې زياتیږی او زه غواړم چې اسلامی نړۍ سره په خبرو سره اختلافات لری كړم.
هغه دا خبره ؤمنله چې په تير وخت امريكې هم ډير غلطيانې كړی دی او نور هم هيودونو څخه هم غلطۍ شوی دی خو اوس د روښانه راتلونكې لپاره اسلامی نړۍ سره د همكارۍ ضرورت دی.
384595
captcha