د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د فلسطين القدس ورځ پاڼې یې نقلوی. د نيواكګر رژيم اسرائيل د افراطی يهوديانو لخوا د يو ضد دينی اقدام كې د راوانی مياشتې په بلكې د روانې اوونۍ د يكشنبه او دوشنبه په ورځ د دوری د مياشتې په 23 او 24 نیټې په الخليل كې د حضرت ابراهيم (عليه السلام بارګاه په مسلمانانو بندوی
د الخليل د اوقافو ادارې مشر ښاغلی «زيد روبين الجعبری» د اسرائيل د دې اقدام په محكومولو سره اعلان وكړ: اسرائيل دې اقدام سره غواړی د ابراهيم عليه السلام حرم او بارګاه يهوديانو ته وسپاری او په يوې كليسا كې یې بدله كړی
هغه زياته كړه چې د حضرت ابراهيم (عليه السلام ) بارګاه د مسلمانانو ده او وی به، او نبايد نامسلمان كسان د خپلو دينونو مذهبی مراسمو او د عبادتو ادا كولو لپاره دلته راشی.
د نيواكګر اسرائيل رژيم ځواكونه د يهوديانو په مختلفو اخترو كې د ابراهيم عليه السلام بارګاه په مسلمانانو بندوی او يهوديان پكښې خپل دينی مراسم تر سره كوی دا كار د اسرائيل لخوا د ميلادی كال 1994 كې د اسرائيلی انجمن «شمغار» لخوا په دې هكله د وړانديز وركولو نه پس شورو شوې دی او تر اوسه جاری دی.
385744