IQNA

په مصر كښې د اسلام سپكاوی كوونكی مجله بنده شوه

10:05 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762867
نړيواله ډله: د مصر عدالت په «ابداع» مجلې باندې له دې سببه پابندی ولګوله چې د اسلام په سپكاوی كښې یې يو شعر ليكلی و.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له Afriqueenligne یې نقلوی، د مصر الازهر پوهنتون له دې وړاندې هم په دې مجلې چې پرون د وری د مياشتې په شلمه نیټه بند شوه، نيوكې كړی وی چې پكښې د اسلام په خلاف مقالې ی، خو دې مجلې دې نيوكو ته څه پام نه و كړی او اوس د يو شعر «در بالكن ليلا مرداد» په سبب چې د مصر عدالت هغه د اسلام سپكاوی وګاڼه دا مجله بنده كړه.
د مصر عدالت ويلی دی چې په دې شعر كښې یې د خدای سپكاوې كړی و.

د عربو د نړۍ اطلاع رسونكی مركز د حقوق بشر (ANHRI) په اړه د مصر د عدالت په دې فيصله نيوكه كړی ده او ولی یې دی دا رنګ كارونه د مصر د حكومت مخ خرابوی.
385673
captcha