د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فلسطين د «القدس» یې نقلوی، ځينې اسرائيليان د يكشنبې او دوشنبې په ورځ د وری د مياشتې په 23 او 24 نیټه په الخليل كښې ابراهيمی حرم د مسلمانانو لپاره بندوی.
د الخليل د اوقافو مشر «زيد روبين الجعبری» د دې كار په غندلو سره وويل: دا كار د رژيم صهيونيسټی له خوا په دې غرض ترسره كیږی چې د ابراهيمی حرم نه ورو ورو كليسا جوړه كړی.
هغه زياته كړه ابراهيمی حرم د مسلمانانو دی او نبايد پكښې غير مسلمه خلك خپل كارونه وكړی.
رژيم صهيونيسټی په بيلا بيلو بهانو دا حرم بندوی، د لومړی ځل لپاره دا حرم په 1994كښې د اسرائيلو انجمن « شمغار» په لاس بند شوی و.
385744