IQNA

ايسسكو په مسجد الاقصی كښې د رژيم صهيونيسټی كنستل شوی كندې څیړی

10:10 - April 11, 2009
د خبر لمبر: 1762875
نړيواله ډله: د ايسسكو د اسلامی كلتور او علمونو د ښوونې څانګه، د وری د مياشتې په 26 نیټه د اردن په پلازمينه امان كښې په يوې ناسته كښې، په مسجد الاقصی كښې د رژيم صهيونيسټی د كندو جاج اخلی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له المحيط اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا دوه ورځنې سمينار په مسجد الاقصی كښې د كنستلو په هكله دويم سمينار دی چې پكښې د ايسسكو د اثار قديمه كارپوهه «عبدالعزيز صلاح سالم»، د اردن د اثار قديمه مشر «فواز الخريشه»، د فلسطين د اسلام تربيت او كلتور د ملی انجمن ستر سكتر «اسماعيل التلاوی» د قدس شريف د اوقافو د ادارې مشر «عزام الخطيب» او د فلسطين د اثارې قديمه او كلتوری ميراث د وزارت مشر «حمدان طه» ګډون لری.

هغوی به دې ناسته كښې د رژيم صهيونيسټی په قدس كښې د كنستلو په هكله خبرې اترې كوی.

په فلسطين كښې د يهوديانو ابادولو لپاره د رژيم صهيونيسټی د هڅو په هكله به د ايسسكو غړی په دې هكله مقالې وړاندې كوی.
385696
captcha