IQNA

په پاكستان كې د «علامه اقبال» سيمينار تر سره كیږی

9:16 - April 12, 2009
د خبر لمبر: 1763393
د هنر او كلتور ډله: په پاكستان كې د «علامه اقبال» سيمينار په پاكستان كې د ايران كلتوری مركز (خانه فرهنګ) په همت سره د دوری د مياشتې په 24 او 25 نیټه په اسلام اباد ښار په علامه اقبال اوپن (ازاد) پوهنتون كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د «علامه اقبال» سيمينار د دوری د مياشتې په 24 نیټه د ايران د اسلامی جمهوريت د مجلس پخوانی سپيكر ښاغلی «غلامحسين حداد عادل» په خصوصی مهمان توګه په ګډون سره افتتاح كیږی.
د دې سيمينار خصوصی ناستې د دوری د مياشتې په 25 نیټه د «غلامحسين حداد عادل» او د پاكستان د تعليم وزير په مشرۍ د علامه اقبال د اثارو په محوريت تر سره كیږی
په دې سيمينار كې يو شمير د پاكستان پوهاند او متفكران هم ګډون كوی
386185
captcha