IQNA

اسرائيلو په مسجدالاقصی كښې لمونځ كوونكی د جمعې له لمانځه منعې كړل

9:03 - April 12, 2009
د خبر لمبر: 1763425
نړيواله ډله: پرون د جمعې په ورځ د وری د مياشتې په 21 نیټه د اسرائيلو زيات پوليس د مسجدالاقصی په خواوشا كښې خپاره شول او په سلګونو فلسطينی ځوانان یې مسجد ته پرې نه ښودل.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت د كونا اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د عينی شاهدانو په ګواهۍ سره د زوړ ښار نه ګيرچاپير اسرائيلو پوليس خپاره شوی وو او د پيژنګلو د كارټ په بهانې یې هغوی د جمعې په لمانځه كښې له ګډونه منعې كول.

همدارنګ اسرائيلو خپل امنيتی فوځ سره له چورلندكو پرته، هوا ته دربيندارې پوكڼې هم پریښودی.

د دې ټولو خبرو دليل دا و چې د اسرائيلو يو اختر «فصح» رانږدی دی چې يهوديان غواړی د دې پروګرام د ترسره كيدو لپاره مسجدالاقصی كښې جمع شی.

فلسطينی سيمې له څو ورځو راهسې د اسرائيلو د ظلم ښكار دی او په ښار كښې په تګ را تګ باندې نظارت كوی او خلك تنګوی.
386096
captcha