IQNA

مسلمانان بيا يو امت كيدی شی

9:10 - April 13, 2009
د خبر لمبر: 1764032
نړيواله ډله: مسلمانان د اسلامی اصولو په رڼا كښې يو ځل بيا يو امت كيدی شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Bernama» خبری اژانس یې نقلوی، د مليشيا تير لومړۍ وزير «عبدالله احمد بداوی» پرون د وری د مياشتې په 22 نیټه د پيغمبر(ص) د شخصيت د لمانځې په جشن كښې چې په كولالامپور كښې ترسره شوی و وويل: دې وخت كښې مسلمانان په ټوله نړۍ كښې بيلا بيلو مشكلاتو سره مخامخ دی او د هغوی تر مينځ ډېرې تفرقې جوړې شوی دی چې د قران او د پيغمبر(ص) د حكمونو په پيروۍ كښې په اسانۍ سره دې تفرقو سره مقابله كيدی شی.
هغه وړاندې زياته كړه: د دې ستونزو څرګنديدل او د اسلامی ډلو بيلا بيلا كيدل له هغه ځايه پيل شو چې كله مونږ د اسلام له اصولو لرې شو چې هغه د رورولۍ او اتحاد حكم وركوی.

د مليشا تيرلومړی وزير په اخر كښې وويل: دې ته په پام بايد مسلمانان د اسلام صحيح تعليمات زده كړی او د پيغمبر(ص) په سيرت باندې پوره پوره عمل وكړی.
386770
captcha