IQNA

په امريكې كښې پټ جهاد، له اسلامه د نفرت يوه بله نښه ده

9:10 - April 13, 2009
د خبر لمبر: 1764033
نړيواله ډله: د امريكې اوونيزې مجلې «هيومن ايونتس»(Human Events) يو سپكوونكی قدم اوچت كړ او د اسلام سپكاوی كوونكی كتاب چې د «پټ جهاد» په نامه چاپ شوی دی هغه یې په خپلو اخستونكيو كښې بې بیې خپور كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له محيط خبری اژانس یې نقلوی، دا كتاب چې ټوله نامه یې «پټ اسلام، څه رنګ به تيز اسلام په امريكې كښې بې بمونو له منځه لاړ شی» ده، يو امريكايی سړی «روبرت اسپنسر» ليكلی دی چې د «هيومن ايونتس» اوونيزې مجلې اخستونكيو ته مفت تقسيم شو.
ليكوال په دې كتاب كښې ليكلی دی چې په امريكې كښې اسلام راوستل په امريكې يو داسې پټ جنګ دی چې ورسره د امريكې نابودول غواړی.
روبرت اسپنسر د امريكې له تندرويه مسيحيانو څخه دی چې تر اوسه یې د اسلام او پيغمبر(ص) په خلاف ډېرې ليكنې كړی دی چې ځينې یې دا دې "د محمد(ص) حقيقت، په نړۍ كښې د ډېر متعصب دين بنسټګر" او "د محمد(ص) په هكله حقيقت".
«هيومن ايونتس» اوونيزه مجله دا ټول سپكوونكی كتابونه مفت په خلكو كښې تقسيموی.
386761
captcha