د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس له رسمی خبر ګزارۍ(AFP) یې نقلوی، هغه د فرانس د مسلمانانو په شپږيشتمه غونډه كښې په خپلې وينا كښې، په ټولنيز چارو كښې د مسلمانانو په ګډون باندې ټينګار وكړ او ویې ويل: تاسو بايد په خپلو عقيده پاتې شئ او په همداسې حال كښې د فرانس په ټولنې كښې د هغې د قانونو خيال وساتئ او د ټولنيزو چارو كښې ګډون وكړئ.
هغه زياته كړه: زمونږذمه واری دا ده چې خپله عقيده داسې غيرمسلمه كسانو ته څرګنده كړو چې دا دين له نزدې او ښه وپيژنی او بايد مونږ دې نتيجې ته ورسو چې په زور په چا باندې خپله نظريه ورونه تپو بلكه هغه یې په خپله خوښه قبول كړی.
386672