د مشهد ښار ميئر ښاغلی محمد پژمان د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د خراسان رضوی څانګې سره په مركې كی دې مطلب په بيانولو سره وويل: د مشهد سپیڅلی ښار د د حضرت امام علیبن موسی الرضا(عليه السلام) د بارګاه په شتون نورو ښارونو سره ډير توپير لری او دې توپير ښودنو لپاره مونږ بايد اسلامی او دينې تعليماتو سره اشنايی ولرو
هغه زياته كړه: نو د امام علیبن موسی الرضا عليه السلام د زوارانو د اسانتيا او ارامښت لره مونږ داسې پروګرامونه عملی كول غواړو چې په حقيقت كې دا ښار يو دينې او مذهبې ښار كې بدل كړو. د معنوی ګټې نه جلا مادی ګټه هم زواران په لاس كړی
ښاغلی محمد پژمان د مشهد ښار ميئر څرګنده كړه: په مشهد كې كارونه بايد د رضوی كلتور په مطإبق وی چې خلق ترې عبرت واخلی او ځان لره یې سمبول جوړ كړی.
387539