د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د قطر يوې ورځ پاڼې " الرایۃ" یې نقلوی، د قطر د مذهبې او اوقافو چارو وزارت د تبليغاتی ادارې مشر ښاغلی " علی بن راشد المحری المہندی" د دې نوې قرانی ويب پاڼې د افتتاح كولو په وخت وويل: د قران پاك دا نوی ويب پاڼه د قران پاك د نورو ويب ُپاڼو څخه بدله دی او دا د قطر د مذهبې او اوقافو چارو وزارت لخوا د قطر او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته يوه ډالۍ ده.
المهندی زياته كړه: چې د قران پاك د حفظ كولو په هكله دا سایټ د ماهرينو او كارپيژانو د څو مياشتو كوششونو نه پس تيار شوې دی. او دا ويب پاڼۀ به د قران پاك ډير درنۀ خدمتونه وكړی.
هغه وويل: د دې ويب پاڼې د شورو كولو مقصد، په قطر ولس كې د قرانی كلتور پراختيا او د نوې نسل د قران پاك سره اشنايی يبان كړ.
387046