د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Artdaily»اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په دې نندارتون كښې 45 اثار چې د «نور عرفان: د اسلامی عرفانی هنر» تر موضوع لاندې د نيويارك د «متروپليتن» ميوزيم او همدارنګ د بروكلين د ميوزيم د هنر اسلام ډلې له خوا عامو خلكو ته د نندارې په غرض كیښودل كیږی.
كوم اثار چې په دې نندارتون كښې ښودل كیږی هغه په اسلامی عرفان او عقايد باندې ټينګار كوی.
د مولانا د شعرونو د انګريزۍ ژباړه چې په شيشو سره ښكلی شوې ده او يو مهر چې كنده كار پكښې شوی ده له هغه اثارو څخه دی چې په دې نندارتون كښې وړاندی كیږی.
387495