د ايران د قران خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت د «الرای» ورځپاڼې یې نقلوی، د دې مقابلو د ترسره كولو مشر يوسف الصميعی وويل: د دې دوه ورځنۍ مقابلې لپاره نوم ليك شورو شوی دی او مينه وال كسان یې د معلوماتو لپاره د دې مقابلې كمیټۍ ته مراجعه كولی شی.
هغه زياته كړه: د دې مقابلې شرط دا دی چې ګډون كوونكی بايد كويتيان وی او د قران په حفظ باندې مكمل مسلط وی.
هغه همدارنګ وويل: ګډون كوونكی نبايد د كويت د اقافو د وزارت د مسجدونو امامان يا مؤذنان وی او يا هغه كسان وی چې د تير كال په مقابلو كښې بريالی شوی دی.
يوسف الصميعی په اخر كښې وويل: كوم كسان چې په دې مقابله كښې بريالی شی د هغوی لپاره ګرانبيه ډالۍ تياری دی.
387396