د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د حج له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، په مجلس شورای اسلامی كښې د تهران د خلكو نماينده حجتالاسلام والمسلمين «مرتضی آقاتهرانی» په مدينه منوره كښې د ايران د ستر لارښود د دفتر مشر سره په ليدنه كښې وويل: لكه څنګه چې انسان د خپل بدن د طاقت لپاره خوراك، ارامښت، او ورزش ته اړتيا لری همدارنګ د روح د طاقت لپاره د انسان روح زيارت او دعاګانو ته اړمن دی.
هغه زياته كړه: د خدای په درګاه كښې دعا او زيارت انسان كمال ته نزدی كوی خو بايد پاملرنه وكړو چې كمال بې له اهلبيتو له زيارته نه ترلاسه كیږی.
آقا تهرانی دې خبرې ته پام چې په هر مسلمان باندې فرض دی چې په ژوند كښې يو ځل د مكې زيارت ته لاړی شی وويل: زيارت انسان خدای پرستۍ او كمال ته بيايی او د انسان زړه حق او حقيت طرف ته بيايی.
387259