IQNA

فيس بك»، (Facebook) د تونس له اسلامه د لرې كوونكيو كسانو د قران د سپكاوی يوه نوی طريقه

8:46 - April 15, 2009
د خبر لمبر: 1765100
نړيوال ډله: په تونس كښې ځينې له اسلامه لرې كونكيو كسانو د (د اينټرنیټ د خبرو كولو په مركز) «فيس بك»، (Facebook) كښې د قران او اسلامی مقدساتو د سپكاوی لپاره يوه نوې طريقه راوباسله.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې په اينټرنیټی ورځپاڼې «سبق» یې نقلوی، د تونس دې سكولارې ډلې د اينټرنیټ په «فيس بك»، (Facebook) مخونو كښې د خدای او پيغمبر(ص) او د نورو اسلامی مقدساتو په بيله توګه د قران سپكاوی كړی دی.

«العرب» ورځپاڼې په يوۀ ګزارش كښې په دې عنوان سره (په ډينمارك كښې له كارټونو ورسته د تونس«فيس بك»، (Facebook)، دوی ليكلی دی: په دې اخرنۍ ورځو كښې د «فيس بك»، (Facebook) په مخونو كښې د سياسی او اسلامی ډلو تر مينځ ډېر بحثونه شوی دی چې په دې بحثونو كښې د بيان د ازادۍ په بهانه د اسلام د مقدساتو سپكاوی كړی دی.

دې ورځپاڼې زياته كړی ده چې دا بحثونه او سپكاوی همدارنګ ادامه لری.

د تونس د پوهنتون د تاريخ او تمدن استاذ «الفت يوسف» يو له هغه استاذانو دی چې خپل «فيس بك» یې داسې جوړ كړی دی چې هر څوك په كښې د اسلام سپكاوی په اسانۍ سره كولی شی.
388165
captcha