د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش له sana یې نقلوی، د فلسطين امنيتی سرچينو اعلان وكړ اسرائيلو فوځيانو دې جمات ته د ننوتلو په وخت يو فلسطينی ځوان چې په لمانځه بوخت و ونيوۀ او نامعلومه ځای ته بوتله.
د قدس په چارو كښې د فلسطين د وزير مشارو «حاتم عبدالقادر» په تيرو ورځو كښې د دې حقيقته پرده اوچته كړې وه چې رژيم صهيونيسټی به په مسجدالاقصی قبضه كوی او ويلی یې وو چې دا پروګرام د يهوديانو د عيد فصح پروګرام د ترسره كولو لپاره كیږی.
هغه همدارنګ بيت المقدس كښې له اوسيدوونكيو فلسطينيانو او په اسرائيل كښې د اوسيدونكيو عربو وغوښتل چې د پنجشنبې په ورځ دې يهوديانو دې جمات ته د راتللو مخنيوه وكړی.
388106