د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز " خيمہ " یې نقلوی. چې د بحرين بادشاه " حمد بن عيسی آل خليفہ" خوشی شوی قيديانو ته په يو پيغام كې وويل: هيله لرم چې په قيد كې د خپلو مخكښينېو كارونو پښيمانه شوې وئ او دا هم هيله لرم چې د ازادۍ او خلاصولو نه پس خلقو كې د خوف او د ويرې د پيدا كولو په ځای په ولس كې امن و امان راولئ
يادونه كوو په دې عام معافی كې بحرين نوموړ شيعه عالم علامه " محمد المقداد" او نور شيعه قيديان هم شامل دی دوی یې څو كاله مخكښې د حكومت پر ضد د مظاهرو كولو په توری نيولی وو چې پكښې مهمه پیښه د ميلادی كال 2007 د دسمبر د مياشتې په 1 نیټه وه چې د بحرين شيعه د منامه په واسلې كور باندی بريد كول وو چې پكښې ډير شيعه نيول شوی وو په دې خلاص شويو كسانو كې ماشومان او ځوانان هم شته.
388005