د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت له «الرای» ورځپاڼې یې نقلوی، شريف په مطبوعاتی ناسته كښې د قران كريم د حفظ او تجويد دا مقابله د كويت د اوقافو د وزارت د قرانې علمونو د صندوق له ټولو لويه مقابله وګڼله.
هغه زياته كړه: دا مقابله به د بيلا بيلو عمرونو كسانو تر مينځ ترسره كیږی او غرض یې دا دی چې د خلك د قران حفظ، تجويد او په قران كښې تدبر ته وهڅوی.
هغه په اخر كښې زياته كړه: د كويت د دولت لوی لوی مشران د دې مقابلې حمايت كوی او هر كال په كښې د ګډون كوونكيو شميره زياتیږی.
388808