د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Indiannewslink» یې نقلوی، په دې كتاب كښې په نيوزيلينډ كښې د مسلمانانو كارونه لكه جماتونه، اسلامی مركزونه، د ذبحې ځايونه، د حلالې غوښې د اخستو ځايونه او همدارنګ په بيلا بيلو ښارونو كښې د بانګونو وختونه بيان شوی دی.
په دې كتاب كښې هڅه شوې ده چې په نيوزيلينډ كښې د اسلام اينځور ښه څرګند كړی او د خلكو غلط تصورات لرې كړی.
"نيوزيلينډ د مسلمانانو لپاره" كتاب د «اُكلند» د ښار "د نيوزيلينډ د اسلامی خپرندویې" مؤسسې لخوا په ٧٥مخونو كښې چاپ شوی دی.
388796