IQNA

په اردن كښې دينی خطيبانو سره خاصه د ښوونې دوره ترسره كیږی

10:54 - April 17, 2009
د خبر لمبر: 1765821
كلتوری او ټولنيزه ډله: د هيواد له اوقافو وزارته د اردنی ښاريانو د خطبو د طريقه د بدلولو د غوښتې په نتيجه كښې، دې وزارتخانې ١١٠٠خطيبانو او واعظانو ته د ورځينو غوښتو سره سم د تبليغ او ارشاد طريقې ښودلی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «شرق الاوسط» ورځپاڼې یې نقلوی، دا غوښته په داسې حال كښې شوې ده چې ښاريانو دا عقيده لرله چې د جمات وينا وال يوازې د پيغمبر(ص) او د هغه د اصحابو سيرت نقلوی په داسې حال كښې مسلمانانو ته په بيلا بيلو ډګرونو كښې كښې ټولنيز، اقتصادی او نورو مسلو كښې د وعظ او نصيحت دی.
د اردن د اوقافو د وزارت د ستر سكتر مرستيال «عبدالرحمن ابداح» وويل: د مسلمانانو په ټولنه كښې بايد دينی ويناوې بدلې شی په د ورځنيو غوښتو مطابق شی او دا كار لوی وخت غواړی.

هغه زياته كړه: تراوسه پورې دې وزارتخانې ١١٠٠خطيبانو او واعظانو ته د ورځينو غوښتو سره سم د تبليغ او ارشاد طريقې ښودلی دی چې ټولې ٢٢ دورې شوی دی چې په هرې دورې تقريبا ٥٠ كسانو ګډون كړی دی.
389009
captcha