IQNA

په ايرانی اسلامی ادب او هنر باندې د سعدی د ليكنو اثرات څیړل كیږی

11:41 - April 17, 2009
د خبر لمبر: 1765853
د ادب ډله: د فرهنګشتان د هنر د پوهنځی، د سعدی د نړيوالی ورځې په مناسبت، يوه تخصصی ناسته «سعدی، نادره فرهنگ و ادب پارسی» ترسره كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د هنر د فرهنګستان له عمومی اړيكو یې نقلوی، په دې ناستې كښې چې د سعدی د نړيوالې ورځې په مناسبت ترسره كیږی، ځينې استاذان لكه «بهمن نامور مطلق»، «جليل تجليل»، «حسن بلخاری»، «ضياء موحد» او «محمدعلی رجبی» ويناې كوی.

ابومحمد مصلح بن عبدالله چې په سعدی شيرازی مشهور دی د ايران د پارسۍ ژبۍ يو لوی شاعر دی د ادب د پوهانو په نزدې دومره مقام لری چې ورته یې د استاذ نامه وركړې ده. د هغه مشهور كتابونه په نثر كښې كلستان او شعر كښې بوستان دی.

په دې ناسته كښې به د هغه د شخصيت بيلا بيلې برخې لكه تفكر، د پارسۍ په ادب كښې د هغه بيلګه مقام، او په ايرانی او اسلامی ادب باندې د هغه د كتابونو او تفكر اثرات به پكښې څیړل كیږی.

389103
captcha