د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، چې د حوزې خبر مركز یې نقلوی پرون د دوری د مياشتې په 26 نیټه د قم المقدس په اعظم جومات كې د فقه د خارج درس د شورو كيدو نه مخكښې د شيعه ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی وويل: د عربو ځينې هيوادونه په شيعه و او حزب الله لبنان باندې د تورو لګولو په ځاې د اسرائيل نابودۍ ته پام وكړی او هغو سره مرسته مه كړی او مقاومت كمزور نه كړی
دې ستر مجتهد وويل: مصر او سعودی عرب ته پكاردی چې په دې وحدت او يووالی ګړ بړ مه اچوی او د مسلمانانو اتحاد دې مه خرابوی. هغه د مصر لخوا په حزب الله تپلې توريو ته په اشارې سره څرګندونه وكړه چې دا كار د دښمنان زړه خوشحالوی او نبايد مونږ د دښمن زړه خوشاله كړو.
د شيعه ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی وويل چې د مظلومو مسلمانانو مرسته كول د ايران د اسلامی جمهوريت له لومړنۍ سياست څخه دی او په غزې جنګ كې یې خپل دریځ څرګند كړ او د فلسطينيانو له ټولو زيات حمايت ايران وكړ او د خداې په فضل سره نن هم په پاكستان او افغانستان او عراق كې د مظلومو خلقو حمايت كوو
هغه زياته كړه چې مونږ عراق كې داسې حكومت غواړو چې د خلقو او ولس ته پام كوی نۀ ده چې د امريكې ګټې ته سترګې غړوی
د شيعه ستر مجتهد ښاغلی آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی وويل: اوس داسې وخت دی چې د مسلمان او اسلامی هيوادونو تر مينځ وحدت او يووالی ډير زيات ضروری دی.
هغه عربو حكومتونو واكمنانو ته څرګندونه وكړه چې خپلې سترګې دې خلاصې كړی او خپل دوستان ملګری او دښمنان دې وپيژانی د ستاسو دښمنان هغه كسان دی چې د ستاسو اسلامی هيواد فلسطين او اول قبله یې نيولې ده.
389243