د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له APS یې نقلوی، دا نندارتون په دې غرض ترسره كیږی چې عربی او اسلامی كتابونه پكښې خلكو ته وښايی. د دې نندارتون په نورو برخو كښې ځينې سمينارونه او نور پروګرامونه هم ترسره كیږی. چې تر دريو ورځو پورې په دوام لری.
په لوغا كښې د جمات امام او خطيب «اوستاز شيخ سك»(Oustaz Cheikh Seck) چې د دې مسابقې په مشرانو كښې هم دی وويل: په دې نندارتون كښې به عربی اسلامی كتابونه او همدارنګ په فرانسۍ ژبه اسلامی كتابونه هم د خلكو د ليدلو لپاره كیښودل كیږی.
د سنګال د ښوونې د سطحې د اوچتولو د انجمن د مشر په وينا چې په دې لړ كښې به "په ښوونې كښې عربی كتابونه"، د كتاب نړيواله ورځ" او "اسلام او پراختيا تر عنوان لاندې به هم ناستې ترسره كیږی.
389538