IQNA

په عمان كښې د «سلطان قابوس» په نامه د قران د حفظ نولسمې مقابلې ته د نومونو ليكل شورو شو

8:51 - April 18, 2009
د خبر لمبر: 1766071
نړيواله ډله: د اسلام كلتور مركز «سلطان قابوس» خبر راكړی چې د قران د حفظ د نولسمې مقابلې لپاره چې د عمان د پاچا «سلطان قابوس بن سعيد» د نظارت لاندې ترسره كیږی د نومونو ليكل شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الشيبه» ورځپاڼې یې نقلوی، د عمان دې كلتوری مركز په مقابلې كښې د ګډؤن لپاره شرط دا لګولی دی چې بايد ګډون كوونكی له اصله عمانی وی.


په دې مقابلې كښې د نوم ليكلو مهلت د چنګاښ د مياشتې تر پينځمې نیټې د چهارشنبې تر ورځې پورې دی چې د عمان په بيلا بيلو ځايونو كښې به د سلطان قابوس سره تړلی جماتونو كښې ترسره كیږی.

د قران د حفظ نورلسم د سلطان قابوس مقابله به د شنبې په ورځ د چګاښ د مياشتې په 13 نیټې شورو كیږی او د دې مياشتې په 27 نیټې به دوام لری.
389123
captcha