IQNA

په سامرا كې د دوو امامانو بارګاهې پرانستې شوې

8:43 - April 19, 2009
د خبر لمبر: 1766648
د افتخاری خبريالو ډله / جلال بيطرفان: د حضرت امام حسن عسكری عليه السلام او امام تقی عليه السلام مزارونو د بيا رغونې كمیټۍ مشر د شيعه ؤ د دې دوو امامانو د مزار د بيا خلاصولو خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريل د يو راپور پر اساس، چې خبری اژانس خيمه یې نقلوی. په دې دستورو كې چې د عراق د شيعه ؤ او سنيانو اوقافو مشرانو او د امام حسين(عليه السلام) او حضرت عباس(عليه السلام) د مزارونو مشرانو او د عراق د مجلس ګڼ شمير غړيو ګډون وكړ
«حقى الحكيم» وويل: چې فنی كار كوونكيو نږدې 360 ورځو كې دا بارګاه جوړه كړه او د ښكلاوی كارونه به په راتلونكی مياشتو كې تر سره كیږی.
هغه د په دې بيان چې د شيعه ؤ او سنيانو د اوقاف د دې مكان په جوړولو كې ډيره زياته مرسته وكړه او وويل چې د يونسكو نړيوال سازمان هم دا رغونی كارونه خپل نظر لاندې پاې ته ورسول.
يادونه كوو چې دا بارګاه د دوو معصومو امامانو بارګاه په لومړی ځل د 22 فروری 2006 ميلادی كال كې د ترهګری يو بريد د القاعدې د وهابی ډلې لخوا په چاودنی كې یې ګنبد او ټول مزار ته زيان رسيدلې وو او بيا هم اورپكيو لخوا 13 جون 2007 كې په يو بلې چاودنی كې یې نوره ورانی هم وليده
خدای دې د اهل بيتو عليهم السلام دښمنان زر تر زره نابود وګرځوه
390096
captcha