IQNA

د اسلامی اقتصاد نړيوال اجلاس په ملايشيا كې تر سره كیږی

8:50 - April 19, 2009
د خبر لمبر: 1766652
نړيواله ډله: د « اسلامی اقتصاد او اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو اقتصاد»‌ نومې اجلاس د لمريز كال 1388 په راتلونكې مياشتې په اتمه او نهمه نیټه د ملايشيا په پلازمينې كوالالامپور كې تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د اطلاع رسولو مركز «Tradechakra» یې نقلوی. دا اجلاس د ملايشيا د نړيوال اسلامی پوهنتون او اسلامی بينك په همت سره د اسلامی اقتصاد د پرمختګ لاری څیړلو لره تر سره كیږی.
اسلامی اقتصاد، اسلامی مالی او بانكې چارې، د اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو اقتصاد، د اسلامی كانفرنس د غړيو هيوادونو تر مينځ د اقتصادی همكارۍ او د اسلامی مالی او اقتصادی چارو ښودنه د دې اجلاس ځينې موضوعات دی.
390085
captcha