د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت له «KUNA» خبری اژانس یې نقلوی، د عربو د اتحادیې د انسانی حقونو د ادارې مشر «محمود راشد» وويل: كوم كارونه چې اسرائيلو په قدس شريف كښې د هغه ځای هستوګنو او د عربو او اسلامی اثارو په خلاف كوی هغه د نړيوالو قانونو په خلاف دی.
هغه وويل: ملګری ملتونه او نړيوالې ټولنې دې بايد دا كارونه ختم كړی او له فلسطينی خلكو دې حمايت وكړی چې له شيته كاله راهسې د صهيونيسټی رژيم د ظلم لاندې ځپل كیږی.
هغه وويل: بيت المقدس يو اسلامی او عربی ښار دی او د اسرائيلو په دا رنګ كارونو سره د هغې پيژنګلو او تاريخ له منځه نه ځی.
390012