د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان د څانګې په ګزارش، په لبنان كښې د شيعو ستر مرجع علامه سيد «محمد حسين فضلالله» د وری د مياشتې په ٢٨ نیټه د جمعې د لمانځه په خطبو كښې وويل: مونږ د اسرائيلو په وړاندې د عربی نړۍ چپتيا په ډېر زور سره غندو.
هغه زياته كړه: فلسطين له ډېر وړاندې تر اوسه پورې يوه داسې مسله ده چې ضعيف او منحرفه كسان د هغې په وړاندې چپ پاتې شوی دی خو مخلص او صادق مجاهدان اوس هم په دې ميدان كښې جنګیږی.
390068