IQNA

په يمن كښې "په اسلام كښې د ښځو حقونه" سمينار ترسره كیږی

4:30 - April 20, 2009
د خبر لمبر: 1767148
نړيواله ډله: "په اسلام كښې د ښځو د حقونو سمينار" د يمن د ښځو انجمن په مرسه د دوشنبې په ورځ د وری د مياشتې په ٣١نیټه په البيضا صوبې كښې چې د دې هيواد د پلازمينې په ښتیځ كښې پروت دی ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د يمن له ( sabanews) رسمی خبری اژانس یې نقلوی، په دې يوه ورځنی سمينار كښې به د البيضاء د روځنې پوهنتون د اسلامی څیړنو د ټولی مشر «عبدالكريم خلف» به پكښې د "په اسلامی قانونونو كښې د ښځې حقوق" موضوع باندې خبرې كوی او د يمن د عالمانو د انجمن غړې علامه «عتيق عبدالله الحميدی» به پكښې د "د كورنۍ له يو بله د جدایې په څۀ رنګوالی" باندې خبرې كوی.

د البيضا د ښځو د انجمن مشر «ايمان عبدالرحمن الرضاء» خبری اژانس سره په خبرو كښې وويل: د دې سمينار غرض دا دی چې مسلمانانو ښځې خپلې ذمه وارۍ او حقونه وپيژنی او د قران او اسلامی اصولو په رڼا كښې په سياسی، ټولنيزو او اقتصادی چارو كښې په اسلامی ټولنه كښې د ګډون طريقې لا زياتې زده كړی.
390857
captcha