IQNA

د لبنان حزب الله: د عربی نړۍ ارامښت د فلسطين په امنيت سره ممكن دی

4:24 - April 20, 2009
د خبر لمبر: 1767153
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان د حزب الله نماينده او د دې هيواد د كار وزير «محمد فينيش» په خپلې وينا كښې په دې خبرې ټينګار وكړ چې د فلسطين سره مرسته كول زمونږ يوه انسانی ذمه واری ده ځكه چې عربی نړۍ هله په امن كښې پاتې كيدې شی چې فلسطين په امن كښې وی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان څانګې په ګزارش، محمد فينيش اعلان وكړ: كه چرې فلسطين سره مرسته كول او پكښې امن راوستل جرم وی نو مونږ د داسې جرم كولو اعتراف كوو، ځكه چې مونږ دا عقيده لرو چې عربی نړۍ هله په امن كښې پاتې كيدې شی چې فلسطين په امن كښې وی.

هغه زياته كړه: مسلمانانو ځوانان په دې جرم وژل كیږی چې هغوی د غزې مظلومو خلكو سره مرسته كول غواړی.

هغه وويل: اسلامی مقاومت تر اوسه پورې خپلې ليشت په ليشت خاوره له دښمنه اخستې ده او اوس په خپل ټول توان سره د فلسطين مرسته خپله انسانی ذمه واری ګڼی.
390762

captcha