IQNA

د «شيعه» نومې كتاب ترجمه په روسی ژبه كې خپریږی

8:19 - April 20, 2009
د خبر لمبر: 1767156
د كلتور او هنر ډله:د ليكوال ښاغلی «سيد مصطفی محقق داماد» ليكلې كتاب «شيعه» ترجمه په روسی ژبه كې په روس كې د ايران د كلتوری مركز په مرستې چاپ او خپریږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د شيعه ؤ د كتابونو په روسی ژبې كې چاپول او خپرول په روس كې د ايران د كلتوری مركز د لمريز كال 1388 د لومړيو دريو مياشتو پروګرامونو څخه دی په دې كتابونو كې «شيعه» نومې كتاب چې ليكوال یې «سيد مصطفی محقق داماد» د ژوند مقصد او فلسفه ليكوال «علامه محمد تقی جعفری» د اسلامی انقلاب نصب العين چې له امام خمينې رحمه الله عليه له ويناوو راخستې شوې دی او د ايرانيكا نومې كتاب څلورم ټوك چې د «ايران خوښ شوې تاريخ» عنوان تر لاندې كتابونه شته
همدا رنګ د ايران كلتوری مركز خانه فرهنګ په روس كې د ايران د اسلامی جمهوريت د كتاب نندارتون لپاره د ايران پيژاندو لیږل، امام خمينې رحمه الله عليه د افكارو په هكله د يوې غونډې تر سره كول، د فاطمه زهرا سلام الله عليها د زوكړې په مناسبت د ښځو ورځ لمانځل اوپه روس كې استوګن ايرانيانو لره د امام خمينې رحمه الله عليه د وفات مراسم ترسركولو كې ګډون كوی.
امام خمينې رحمه الله عليه او اسلامی انقلاب په هكله د «لودميلا آوديووا» نوې شعرونه هم د ايران كلتوری مركز د لومړيو دريو مياشتو پروګرامونو كې دی.
388760
captcha