د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دارلحديث موسسې د علمی او كلتوری ادارې چې له قرانی اطلاع رسولو مركز یې نقلوی وايی: چې د دې كتاب ليكوال ښاغلی راد كوبوبوف ټينګار كړې دی چې په بلغاريه كې له يو ملينه زيات مسلمانان اوسیږی او د نورو مذهبونو منوونكی هم اسلامی تعليمات په اړه ښه معلومات نه لری، بلكې د اسلامی تعليماتو نه ډير لری دی.
د دې كتاب ليكوال ښاغلی راد كوبوبوف زياته كړه چې په قران پاك كې 34 ځلې د بی بی مريم په هكله خبری شوی دی او پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم هم په حديثونو كې او نورو اسلامی كتابونو كې د :حضرت عيسی عليه السلام ذكر كړی دی.
رادكوبوبوف وويل زه هيله لرم چې دا كتاب د اسلام دين پر خلاف غلط فكرونه له بيخه ختم كړی او د عيسايانو او مسلمانانو تر مينځ به نږديوالې راولی.
390069