IQNA

اسلامی امت دې بايد له وهابيانو د بيزارۍ اعلان وكړی

8:50 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767681
سياسی ډله: ايت الله مقتدايی د تركیې پخوانی لومړی وزير سره په كتنې كې وويل: چې وهابيان نه يوازې د اهل بيتو او شيعيانو دښمنان دی بلكې د سنيانو هم دښمنان دی. همدې لامله اسلامی امت دې بايد له وهابيانو د بيزارۍ اعلان وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله مقتدايی د تركې پخوانی لومړی وزير ښاغلی نجم الدين اربكان سره په كتنې كې وويل: چې د قم المقدس دينې حؤزه د نړۍ د شيعه ؤ علمې مركزدی او خلق د مجتهدانو د فقهې احكامو كتاب (رساله يا توضيح المسايل) باندې عمل كول د خدای پاك سره د اړيكې وسيله منی.
هغه د تركې لومړی وزير ته وويل چې دلته قم كې ډير علمی او څیړاندوې مركزونه شته او له دې ځايه په زرګونو عالمان د دين تبليغ لپاره په هيواد كې دننه او بهر، ځی.
هغه زياته كړه: چې د ايران د انقلاب ستر لارښود او بانې امام خمينې او اوسنې لارښود ښاغلی سيد علی خامنه ای هم دلته تعليم حاصل كړې و او تربيت یې هم دلته شوې وو
آيت اللہ مقتدائی وويل: چې شيعه د اهل بيت عليهم السلام منوونكې او پيروكار دی. او ګڼ شمير اهل سنت هم اهل بيتو سره مينه لری او په اسلام كې د شيعه او سنيانو په منیځ كې توپير نشته ځكه چې دواړه اهل بيتو سره مينه او ورباندې ايمان لری.
هغه وويل: چې امام خيمنې رحمه الله عليه د شيعه او سنيانو تر مينځ په وحدت او يووالی ډير ټينګار كاوۀ او مسلمانانو ته هم پكار دی چې په ګډه د دښمن مخې ته اودریږی.
390524

captcha