IQNA

د تركی سياست دانانو، د مصر لخوا په حزب الله لګولې شوې تور وغندۀ

8:53 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767682
سياسی او ټولنيزه ډله: د تركی ځينې سياست دانانو او خبريالو، د مصر لخوا په لبنان حزب الله باندې لګولی شوې تور بې اساسه وګاڼه او محكوم یې كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د خبری اژانس " اخبار العالم" یې نقلوی چې : د تركی ځينې سياست دانانو او خبريالو، د مصر لخوا په لبنان حزب الله باندې لګولی توری بې اساسه وګاڼل او محكوم یې كړ. او ويويل چې حزب الله له مصره يوازې دا غوښتنه كړې وه چې هغو دا اجازه وركړی چې نور مسلمانان هم د غزې په جنګ كې شامل شی.
هغو د حزب الله لخوا د داسې غوښتنې او د مظلومو فلسطينيانو په ملاتړ كولو او نورو كوششنو درناوې وكړ.
په انقره كې د " الحميدیہ" جومات خطيب بلال ګولماز وويل: چې مصر يو اسلامی هيواد دی تمه دا كيدا چې هغه به د مظلومو فلسطينيانو د دفاع لره كوششونه وكړی خو افسوس چې د مصر واكمنان د غزې د لارې خلاصولو په ځای د اسرائيل او دښمن حمايت كوی.
ګولماز زياته كړه چې حزب الله لخوا د غزې د فلسطينی جهاد حمايت د ستايلو وړ دی او نور اسلامی هيوادونه هم بايد له دې پيروی وكړی.
د تركې خبريال ښاغلی سرګان شنز ويلی دی چې زه د يو تركې ښاری په توكه له مصر ولسمشر حسنې مباركه پوښتنه كوم چې كه ستاسو مظلومو فلسطينيانو حمايت نشو كولئ نو لږ تر لږه هغه خلق خو پریږدئ چې څوك یې ملاتړ كوی د هغوی مخنيوی خو مه كوئ.
390520
captcha