د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د سعودی عرب ورځپاڼې " الرياض" یې نقلوی چې د د اسلامی فقې غونډې مشر ښاغلی " عبدالسلام داود العبادی" په دې بيانېې كې په مسجد الاقصی كې د يهوديانو د اوسنی اقدامات محكوم كولو سره وويل: چې افراطې يهوديان په مسجد الاقصی خپله واكمنې جوړول غواړی.
د اسلامی فقې غونډې مشر ښاغلی " عبدالسلام داود العبادی" دا اقدامات د مسلمانانو سره ښكاره وښمنې ؤبالۀ او له ټولو مسلمانانو یې غوښتنه وكړه چې هغو د قدس د درناوې په خاطر دې اقداماتو مخالفت وكړی.
د اسلامی فقې غونډې مشر زياته كړه چې په مسجد الاقصی د يهوديانو تسلط كولو به خطرناكې نتيجې رامينځته شی او ټينګار یې وكړچې د قدس د ازادولو او خلاصولو لپاره دې ټول عربی او اسلامی هيوادونه يو او متحد شی.
390152