د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د رياض د «الوطن» ورځپاڼې یې نقلوی، عبدالعزيز بن عثمان تويجری دې خبرې ته په چې اسلامی هيوادونه په هرې طريقې سره چې وی د مسجدالاقصی حمايت دې وكړی، وويل: مسلمانان دې بايد په اتفاق سره د دې په خلاف ودریږی او په فلسطين كښې دې له خپلو مقدساتو دفاع وكړی.
هغه دې ته په پام چې صهيونيسټی رژيم دا هڅه كوی چې د لويدیځو هيوادونو په مرسته او د هيوديانو د مالی توان په وسيله په مسجدالاقصی باندې قبضه وكړی، له اسلامی هيوادونو یې وغوښتل چې يو ځای شی او د هغوی دا چلونه ناكام كړی.
هغه په اخر كښې وويل: هغوی د فلسطين د ملت حقونو باندې په داسې طريقه خپې كیږدی چې دا ويلو شو چې د هغوی دا كارونه د نسل پرستۍ علامت دی.
391538