IQNA

اوغلو د مالی كړكيچ په هكله د نړيوال سمينار خبر وركړ

8:45 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767701
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس د سازمان مشر «اكمال الدين احسان اوغلو» د يكشنبې په ورځ د وری د مياشتې په٣٠ نیټه د نړيوال مالی كړكيچ په او په هغې كښې د دې سازمان په وسيله د اسلامی بانكدارۍ رول، په هكله خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «قدس‌پرس» یې نقلوی، اوغلو په د اسلامی اقتصادی چارو د كمیټې دوه ديرشمې ناستې كښې چې د شنبې په ورځ د عربستان په جده ښار كښې ترسره شوه او نن ختمه شوه، وويل: نړيوال مالی كړكيچ د اسلامی كانفرس سازمان او د دې سازمان غړی هيوادونه ډېر پريشانه كړی دی.

هغه زياته كړه: سازمان كانفرنس اسلامی په دې هڅې كښې دی چې د ټولو هيوادونو د اقتصادی پرمختګ سره سره په دې طريقه چې د دې سازمان د غړو هيوادونو تر مينځ اړيكو ته پراختيا وركړی، هم پرمختګ وكړی.
391459
captcha