IQNA

قرانی كمپيوټر په لسو ژبو كښې بازار ته راوځی

8:44 - April 21, 2009
د خبر لمبر: 1767703
نړيواله ډله: «ال ‌جی اليكټرونيكس» كمپنی د خپلو مسلمانانو اخستونكيو د خدمت د زياتولو لپاره د ٢٠٠٩ كال د ميی مياشت په اخر كښې يو داسې كمپيوټر راوباسی چې په لسو ژبو كښې قرانی پروګرامونه لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د امارات له «البيان» ورځپاڼې یې نقلوی، «ال ‌جی اليكټرونيكس» كمپنۍ دا اعلان وكړ: د دې كمپوټر له ځانګرتياو ځينې دا دی، ( x 110) سپیډ سره او پروګرامونو ته زر رسيدل او ښه سكيرن.

په دې كمپيوټر كښې د عربستان د مشهود قاری «الشيخ عبدالرحمن السديس» قرائتونه دی چې دې كمپنۍ دا كمپوټر د يو څو كسانو مسلمانانو پوهانو په مرسته اسلامی او روزنيزو پروګرامونو سره د ډېرو زياتو مسلمانانو لپاره جوړ كړی دی.

دا سيسټم 160ګیګابایټ حافظه او ١٠ اينچې منیټر او 82 كليدړې لری.
391443
captcha