د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د فرانس له (AFP) خبری اژآنس یې نقلوی، په دې غونډې كسانو په داسې حال كښې چې د سوماليه د ولس مشر «شريف شيخ احمد» اينځور یې په لاس كښې اخستی و غږونه یې كول: "صلحه د سوماليه لپاره، اسلام د سوماليه لپاره".
د سوماليه د هيواد وزير «عبدالقادر علی عمر» دا غونډه په هيواد كښې د اسلامی شريعت د حاكميت اود صلحې لپاره د راتږ نښه وګڼله او ویې ويل: مونږ ټول دې خبرې ته اړمن يو چې د هيواد مجلس د اسلامی قانونونو لپاره هڅه وكړی.
د سوماليه مجلس د شنبې په ورځ د وری د مياشتې په ٢٩ نیټه د اسلامی قانونونو او د اسلامی شريعت د نفاذ لپاره ووټ وركړ چې په دې هيواد كښې له ١٩٩١ كاله تر او سه پورې قومی او مذهبی دښمنۍ شورو دی.
391429