د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، شيخ «شريف توتيو» څرګندونه وكړه چې د بيت المقدس د مسجد الاقصی ازادی بلكې د ټؤل فلسطين ازادول او د دې هيواد د مسلمانانو مرسته كول یې په ټولو مسلمانانو لازم وګاڼه او ويويل چې بيا تيره د عربو هيوادونو باندې له زيات مسوليت راځې چې هغوی سره مرسته وكړی.
هغه وويل د فلسطين مجاهدانو مرسته كول څه د شرم خبره ندی او نه په بل چا يرغل دی بلكې د فخر خبره ده او د ظالم په مقابل كې اودريدل دی.
په لبنان كې د اسلامی عمل ګوند يو غړی ښاغلی شيخ «شريف توتيو» په پاې كې ټينګار وكړ. د فلسطين جنګ د حق او باطل، ظالم او مظلوم، مستكبرانو او مستضعفانو او نيواكګړو او دفاع كوونكو تر مينځ جنګ دی.
391418