IQNA

د فلپاين يوه ښځه په شيراز كښې مسلمانه شوه

9:05 - April 22, 2009
د خبر لمبر: 1768283
سياسی او نړيواله ډله: د فارس د اسلامی تبليغاتو له خوا په يوه پروګرام كښې د دوشنبې په ورځ د وری د مياشتې په ٣١ نیټۀ يوه فلفينی ښځه مسلمانه شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، «جوس يلين» چې يوه عيسايی ښځه وه په يوه پروګرام كښې چې د فارس د تبليغاتو د ادارې مشر حجت‏الاسلام والمسلمين «عبدالرضا خوشنويس» هم كښې موجود و دې ښځې كلمه ولوسته او د خدای په يوه والی یې ايمان راوړ او يوكابد نوم یې خوښ كړ.

د دې پروګرام په پای كښې هغې ښځې وويل: اسلام سره د زړه له كومې مينه لرم او پوهیږم چې په نوی دين قبلولو كښې ډېرې ستونزې دی خو د حقيقت خوږوالی ډېرې ستونزې هواروی.
392026
captcha